د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بنسټیزو حقونو سیستماتیک ځپل او د ښځو پر وړاندې جدي تبعیض عادي ونه ګڼي.
بېنېټ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو پنځه کاله تېر شوي، خو لا هم د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د هغوی له لوري څرګنده اراده نه ده ښودل شوې.
نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په برخه کې د روښانه پرمختګونو او حساب ورکولو له شرطونو سره تړلی وي.
د هغه په وینا، د طالبانو وروستیو فرمانونو د ښځو بنسټیز حقونه نور هم محدود کړي، د تاوتریخوالي مخنیوی یې ستونزمن کړی او د ماشومانو جبري ودونو ته یې زمینه برابره کړې ده.
بېنېټ همداراز ویلي، په افغانستان کې خپلسرې نیونې، شکنجه، جبري تري تم کول، له محاکمې پرته وژنې او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لا هم دوام لري. نوموړي د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د نیولو حکمونه د عدالت د ټینګښت پر لور مهم ګام بللی دی.
نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانو شخړو کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب هم ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو او د ښځو په مشرۍ د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي او خپلې بشري مرستې ونه دروي.
لیکوال:سعید سمیر








