TOOSnews
اعلان
په ۱۸ میاشتو کې نږدې څلور زره ماشومان په پاکستان کې پر اېچ‌آی‌وي ویروس اخته شوي دي.
نړۍټوس نیوز

په ۱۸ میاشتو کې نږدې څلور زره ماشومان په پاکستان کې پر اېچ‌آی‌وي ویروس اخته شوي دي.

۱۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې، په دغه هېواد کې ټولټال ۳ زره او ۹۰۰ ماشومان د اېچ‌آی‌وي پر ویروس اخته شوي دي. د اټکلونو له مخې، په پاکستان کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۱۷ زرو څخه اوښتی دی.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د اېچ‌آی‌وي د اخته کېدو تر ټولو ډېرې پېښې په سند ایالت کې ۱ زره او ۹۱۵ او په پنجاب کې ۱ زره او ۷۶۵ ثبت شوې دي. همدارنګه، په خیبر پښتونخوا کې ۱۳۹، بلوچستان کې ۴۶، اسلام‌اباد کې ۳۰، کشمیر کې څلور او ګلګت‌بلتستان کې یوه پېښه راپور شوې ده.

د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، له ۴۱۷ زره او ۲۱۴ اخته کسانو څخه تر اوسه یوازې ۹۲ زره او ۱۴۸ تنه پېژندل شوي او ثبت شوي دي، چې له دې ډلې ۶۷ زره او ۸۷۸ کسان د ویروس ضد درمل ترلاسه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ایډز په برخه کې د ملګرو ملتونو د ګډ پروګرام شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د اېچ‌آی‌وي د نویو پېښو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې له شاوخوا ۱۶ زرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۴۸ زرو ته رسېدلی، چې شاوخوا ۲۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د ایډز د درملنې مرکزونو شمېر ۱۱۳ ته رسېدلی او د اېچ‌آی‌وي د تشخیص ازموینې هم په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۳۸ زرو څخه ۳۷۴ زرو ته زیاتې شوې دي.

همدارنګه، د پاکستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د بي او سي ډوله هیپاټایټس ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې شاوخوا ۹ میلیونه کسان پر سي ډوله او تر ۳.۸ میلیونو ډېر کسان پر بي ډوله هیپاټایټس اخته دي. د دغه وزارت په وینا، هر کال په پاکستان کې له ۴۸ زرو ډېر کسان د دغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.