د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په تخار کې د دې ډلې د پولیسو ځواکونو ۱۰۷ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د دې نشهيي توکو د قاچاق په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نېټه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه اندازه تریاک په ډېر مهارت سره د یوه موټر دننه ځای پر ځای شوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوو کسانو غوښتل دغه جوپه یوه نامعلوم ځای ته انتقال کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې نیول شوي کسان اوس د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي. د تخار د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ په وینا، د دې قضیې لومړنۍ څېړنې له بشپړېدو وروسته به دوسیه د قانوني پړاوونو د ترسره کولو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې طالبانو په تېرو میاشتو کې څو ځله اعلان کړی چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید په بشپړه توګه درول شوی او صفر ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د ۲۰۲۶ کال د نشهيي توکو په نړیوال راپور کې چې د چنګاښ په پنځمه نېټه خپور شوی، ویلي چې د افغانستان د تریاکو موجوده زېرمه به د روان کال تر پایه د بازار اړتیا پوره کړي. دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید بېسارې کموالی، له مصنوعي اپیویډي موادو سره یوځای، د نړۍ د نشهيي توکو د بازار جوړښت بدلوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








