ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې شاوخوا ۲۰زره افغانانو د مالدارۍ او څارویو د پالنې په برخه کې د ترکیې کاري ویزې ترلاسه کړي دي.
د ترکي ورځپاڼې «یني شفق» د راپور له مخې، یو شمېر افغان کارګر په رسمي ډول د مالدارۍ په برخه کې د کار لپاره ترکیې ته تللي او ټاکل شوې د قانوني اسنادو او بیمې له بشپړېدو وروسته خپل کارونه پیل کړي.
راپور کې راغلي، چې دغه پروګرام د ترکیې د مالدارۍ په سکټور کې د کاري ځواک د کمښت د جبران لپاره پیل شوی او د اړوندو ادارو په همغږۍ به دوام ولري.
په وروستیو کلونو کې ګڼو افغانانو د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله هڅه کړې، چې د کار موندنې لپاره په قانوني او ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته سفر وکړي. ترکیه هم له هغو هېوادونو څخه ده، چې په ځینو برخو کې له بهرني کاري ځواک څخه ګټه اخلي.
تر دې وړاندې په کابل کې د ترکیې شارژدافیر سادین ای یلدیز د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي و، چې انقره هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د حل لارې ومومي او یوازې د مالدارۍ په برخه کې یې ۲۰زره افغانانو ته کاري ویزې ورکړې دي.
لیکوال:سعید سمیر








