د سپاهیان میهن جبهې د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ د برید مسؤلیت منلی او اعلان یې کړی چې دغه ولسوالۍ یې د طالبانو له کنټرول څخه ایستلې ده. په همدې وخت کې د بدخشان د طالبانو د قوماندانۍ ویاند هم پر دې ولسوالۍ د برید او د لنډمهال لپاره د ولسوالۍ د سقوط پېښه تایید کړې، خو ویلي یې دي چې بریدګر د طالبانو د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته له سیمې وتلي دي.
د سپاهیان میهن جبهې د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې جبهې ځواکونو د کشم، یاوان، راغ او یفتل پایین ولسوالیو کې «پراخ، همغږي او تعرضي» عملیات ترسره کړي دي. دې جبهې ادعا کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې د یفتل پایین ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو یو شمېر ځواکونه نیول شوي او یو شمېر وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات هم د دې جبهې لاس ته ورغلي دي. دا ادعا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.
سپاهیان میهن چې ځان یوه نوې رامنځته شوې پوځي ډله معرفي کوي، د دې اعلامیې په خپرولو سره یې په رسمي ډول خپل موجودیت اعلان کړی دی. دې جبهې ځان د «ټولنې د اساسي اړتیاوو» له امله رامنځته شوې بللې او هدف یې د «ازادۍ، عدالت، برابرۍ او د انساني کرامت د ساتنې» لپاره مبارزه ښودلې ده.
دې جبهې له افغانانو، ښځو او نارینهوو، او د طالبانو له نورو مخالفو جریانونو څخه هم غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي او ورسره یوځای شي.
بل لور ته، د بدخشان د طالبانو د قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ د وسلهوالو مخالفینو برید تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه برید هغه مهال شوی چې د ولسوالۍ لوړپوړي مسؤلان په رخصتۍ وو. هغه زیاته کړې چې د طالبانو د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته بریدګر شاتګ ته اړ شوي او یو شمېر یې هم نیول شوي، خو د نیول شویو کسانو شمېر او د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
ځايي سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسله والو د جمعې په سهار د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی و. د سرچینو په وینا، بریدګرو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ ودانۍ په خپل کنټرول کې لرله، خپل بیرغ یې پورته کړی و او له هغې وروسته یې د یو شمېر وسلو، پوځي تجهیزاتو او دولتي وسایطو له لېږدولو وروسته سیمه پرېښې وه.
له دې پېښې وروسته، طالبانو له فیضآباد ښار څخه یفتل پایین ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ولېږل او په سیمه کې یې د کور په کور د پلټنې عملیات پیل کړل. ځايي سرچینې وایي چې د دغو عملیاتو پر مهال یو شمېر اوسېدونکي او حتی د طالبانو ځینې سیمهییز ځواکونه هم نیول شوي دي.
د دغو تحولاتو وروسته، د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت له کابله یفتل پایین ولسوالۍ ته سفر وکړ. طالبانو تر اوسه د دغه سفر د جزییاتو یا د ترسره شویو څېړنو د پایلو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
یفتل پایین لومړنۍ ولسوالي ده چې طالبان یې سقوط په رسمي ډول تاییدوي. تر دې وړاندې هم په تېرو کلونو کې د ځینو ولسوالیو د لنډمهال لپاره د طالبانو له کنټرول څخه د وتلو راپورونه خپاره شوي وو، چې پکې د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ او د پنجشېر ولایت دره ولسوالي هم یادېږي، خو د دغو پېښو په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








