د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران لا هم هیله لري چې د ډیپلوماسۍ له لارې له امریکا سره روانه جګړه پای ته ورسوي او په همدې موخه د منځګړو په وسیله له واشنګټن سره د پیغامونو تبادله دوام لري.
عراقچي له یوې ایراني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، ایران د خبرو له پیل مخکې د امریکا د جديت په اړه ډاډ غواړي او له منځګړو سره یې د باور جوړونې پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د لوړې کچې غني شویو یورانیمو ساتل د ایران حق دی، خو په وینا یې، د شخړې د هواري لپاره د یوې عادلانه حللارې موندل هم شوني دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران د داسې هوکړې غوښتونکی دی چې دی یې نه شي منلی.
بل لور ته، د دغې شخړې د پای ته رسولو، په سیمه کې د ثبات، د بېړیو د تګ راتګ د خوندیتوب او د انرژۍ د بیو د کنټرول لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د اټکل له مخې، پر ایراني اټومي تاسیساتو د ۲۰۲۵ کال د بریدونو پر مهال ایران شاوخوا ۴۴۰.۹ کیلوګرامه یورانیم درلودل چې تر ۶۰ سلنې پورې غني شوي وو؛ خو اوس د دغو زېرمو کره اندازه معلومه نه ده.
لیکوال:سعید سمیر








