د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د کابل تر درې ورځني سفر وروسته میدان وردګ ولایت ته تللی او هلته یې له ځايي چارواکو سره په لیدنه کې پر یووالي، همغږۍ، اطاعت او د امنیت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هبتالله د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق په ملتیا میدان وردګ ته سفر کړی او د یادې ډلې ځايي چارواکو ته یې مهمې لارښوونې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، هبتالله له چارواکو سره په لیدنه کې د اداري چارو د ښه ترسره کېدو، د علم او پوهنې د پراختیا، د دیني عالمانو د درناوي، د عدالت د ټینګښت، د ټولنې د اصلاح، یووالي او امنیت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، علم باید د هېواد هرې سیمې ته ورسېږي او د دیني عالمانو درناوی وشي، ځکه د ده په وینا، د نظام بقا او پیاوړتیا له عالمانو سره په مشوره او د علمي قشر په درناوي پورې تړلې ده.
هبتالله میدان وردګ ته د خپل سفر پر مهال پر ۲۹ جریبه ځمکه د یوه جومات او ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره هم ایښې ده.
لیکوال:سعید سمیر








