ډېلي مېل ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې، سره له دې چې طالبانو د «بچهبازۍ» په نوم د یادې پدیدې د منع کېدو اعلان کړی، خو شته راپورونه او روایتونه ښيي چې دغه پدیده لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې دوام لري او زیانمن ماشومان د ناوړه استفادې له ګواښ سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې قربانیان او ځینې ځایي سرچینې ادعا کوي چې یو شمېر بانفوذه کسان، سیمهییز قوماندانان او بېلابېل چارواکي په دې بهیر کې ښکېل وو. ډېلي مېل لیکلي چې قربانیانو له دې وضعیت څخه تر خلاصون وروسته د سختو جسمي او رواني اغېزو، له تاوتریخوالي، ځورونې او دوامدارو زیانونو څخه شکایت کړی دی.
راپور همدارنګه دې ته اشاره کړې چې قربانیان د ملاتړ او بیا رغونې خدمتونو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. ورځپاڼې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت د زیانمنو ماشومانو د ملاتړ امکانات محدود کړي دي.
ډېلي مېل د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسان قاچاق په اړه کلني راپور ته هم اشاره کړې ده. د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د انسان قاچاق، د ماشومانو جلب او جذب او له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي او د دې ډول پېښو موارد ثبت شوي دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د بچهبازۍ پدیده په افغانستان کې اوږده تاریخي مخینه لري او په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې یې په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د ډېلي مېل په وینا، دغه پدیده په تېرو لسیزو کې هم د بشري حقونو بنسټونو، رسنیو او نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ وه.
ورځپاڼې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانیو راپورونو ته هم اشاره کړې ده. د دغو راپورونو له مخې، د دې پدیدې قربانیان له جدي رواني ستونزو لکه اضطراب، وېره، ناهیلۍ، بېباورۍ او نورو روحي زیانونو سره مخ کېږي.
چارلوټ هاګ ډېلي مېل ته ویلي چې د پراخو درملنیزو او بیا رغونې خدمتونو د نشتوالي له امله د ډېرو قربانیانو راتلونکی لا هم نامعلوم دی. هغې زیاته کړې چې ځینې روایتونه ښيي د دغو زیانونو اغېزې کېدای شي د کلونو لپاره د قربانیانو پر ژوند اغېز وکړي.
راپور همدارنګه د بېلابېلو تاریخي دورو پر مهال د ځینو اشخاصو او وسلهوالو ډلو رول ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د ماشومانو د ناوړه استفادې موضوع څو ځله د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له خوا مطرح شوې ده. په دې لړ کې، د پخوانیو پوځي او امنیتي چارواکو پر ضد هم په پخوانیو راپورونو کې د ورته قضیو د لاس لرلو تورونه لګېدلي وو.
ډېلي مېل د هغو بهرنیو ځواکونو روایتونو ته هم اشاره کړې چې په افغانستان کې مېشت وو، او لیکلي یې دي چې په تېرو کلونو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ځینې بهرني ځواکونه له دغو مواردو خبر وو. دغه راپورونه وروسته په رسنیو او مستند فلمونو کې هم منعکس شول.
ورځپاڼې همدارنګه د نجیبالله قریشي مستند فلم «د افغانستان نڅا کوونکي هلکان» ته اشاره کړې؛ هغه مستند چې کلونه وړاندې یې د افغانستان د ماشومانو د ناوړه استفادې قربانیانو وضعیت ته د عامه افکارو پام ورواړاوه.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي چې ماشومان او ښځې په افغانستان کې لا هم له ګڼو ننګونو، لکه بېوزلۍ، ټولنیز زیانمنوالي، تاوتریخوالي او د ملاتړیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دي. ورځپاڼې ټینګار کړی چې د ناوړه استفادې ډېری قربانیان، له کلونو کړاوونو او زیانونو وروسته هم، لا تر اوسه کافي درملنیزو خدمتونو، رواني ملاتړ او بیا رغونې پروګرامونو ته لاسرسی نه لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








