طالبانو په افغانستان کې د هر ډول لاریونونو پر بندیز ټینګار وکړ.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې لاریونونه د هغو ټولنو اړوند دي چې بېل قوانین او دیموکراټيک نظامونه لري، او په اسلامي نظام کې د اعتراض لپاره دا ډول لاره نشته.
مجاهد زیاته کړه چې په اسلامي نظام کې اعتراضونه او شکایتونه باید د اړوندو ادارو له لارې مطرح او وڅېړل شي. هغه ټینګار وکړ چې خلک باید د خپلو غوښتنو او اعتراضونو د مطرح کولو لپاره مسؤلو ادارو ته مراجعه وکړي.
د طالبانو ویاند همدارنګه لاریونونه د وخت د ضایع کېدو، مالونو ته د زیان رسېدو، بې نظمۍ او بې بندوبارۍ لامل وبلل او ویې ویل چې د لاریونونو بندیز د دې ډلې د پولیسو د نوي قانون په چوکاټ کې تنظیم شوی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې «د شرطې قانون» خپور کړی دی؛ هغه قانون چې د دې ډلې د چارواکو په وینا، د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوی او د پولیسو د دندو او صلاحیتونو اړوند مقررات مشخصوي.
د دغه قانون په پنځوسمه ماده کې راغلي دي: «د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهره منع ده.» د دې مادې له مخې، په ټول افغانستان کې د لاریونونو ترسره کول منع اعلان شوي دي.
د طالبانو د ویاند څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې دې ډلې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته، پر اعتراضي فعالیتونو او عامه غونډو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








