TOOSnews
اعلان
د تخار په چاه آب کې د سرو زرو د استخراج پر یوه چینايي شرکت وسله‌وال برید شوی.
افغانستانټوس نیوز

د تخار په چاه آب کې د سرو زرو د استخراج پر یوه چینايي شرکت وسله‌وال برید شوی.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تخار په چاه‌آب ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وايي چې وسله‌والو د دې ولسوالۍ د چنارک په سیمه کې د سرو زرو د استخراج پر یوه چینايي شرکت برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، دغه برید د شنبې شپې شاوخوا ۱۱ بجې شوی دی. بریدګرو له سپکو او درنو وسلو څخه په استفادې د دغه شرکت د فعالیت ساحه په نښه کړې او له ساتونکو سره یې نښته کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې له دې نښتې وروسته د ډزو غږ تر نیم ساعت ډېر دوام کړی دی.

تر اوسه د دغه برید د څرنګوالي، احتمالي مرګ‌ژوبلې او اوښتو مالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

همداراز، تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو چارواکو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.