TOOSnews
اعلان
د ملا هبت اللّٰه د فرمانونو كنفرانس لپاره كابل پوهنتون پنځه ورځې تړل كېږي.
افغانستانټوس نیوز

د ملا هبت اللّٰه د فرمانونو كنفرانس لپاره كابل پوهنتون پنځه ورځې تړل كېږي.

۲۳ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د اغېزو په تړاو د یوه علمي او څېړنیز کنفرانس د جوړېدو لپاره د کابل پوهنتون ټول ورځني او شپني پوهنځي د پنځو ورځو لپاره تړل شوي دي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، کابل پوهنتون به د یکشنبې له ورځې څخه د پنجشنبې تر ورځې پورې تړلی وي. ټاکل شوې چې په دې موده کې د «امیرالمؤمنین د فرمانونو د اغېزو علمي او څېړنیز کنفرانس» جوړ شي.

د راپورونو له مخې، دې کنفرانس ته له بېلابېلو ولایتونو دیني عالمان او ملايان وربلل شوي او د هغوی د ځای پر ځای کېدو لپاره د کابل پوهنتون مرکزي لیلیه هم له وړاندې خالي شوې ده. ویل کېږي چې محصلین د شپې له خوا له لیلیې ایستل شوي او ځینې یې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون لیلیې ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور اړ شوي چې په کرايي کورونو کې استوګن شي.

دغه کنفرانس د وردګ پوهنتون له لوري د لوړو زده‌کړو وزارت په مشرۍ جوړېږي. د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، موخه یې د ملا هبت‌الله د فرمانونو د شرعي، ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اغېزو څېړل او ارزول دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دې کنفرانس لپاره نږدې زر څېړنیزې مقالې هم له ارزونې وروسته د وړاندې کولو او چاپ لپاره غوره شوې دي.

د محصلینو د لیلیې د خالي کولو او د پوهنتون د پنځو ورځو تړل کېدو پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د لوړو زده‌کړو په یوه بنسټ کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د دوام لپاره د محصلینو حضور او د زده‌کړو بهیر مهم بلل کېږي.

تر اوسه د کابل پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د محصلینو د ایستلو او د هغوی د زده‌کړو د ځنډېدو په اړه بشپړ وضاحت نه دی خپور شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.