TOOSnews
اعلان
طالبان: په نیمروز کې مو د څه باندې ۵۰ کسانو د ناقانونه سفر مخه نیولې ده.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: په نیمروز کې مو د څه باندې ۵۰ کسانو د ناقانونه سفر مخه نیولې ده.

۲۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د نیمروز ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د دې ډلې د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د ګزمې پر مهال له ۵۰ څخه زیات مسافر پېژندلي او نورو هېوادونو ته یې د هغوی د ناقانونه سفر مخه نیولې ده.

د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه عملیات د طالبانو د مشر د ۱۳مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په چوکاټ کې ترسره شوي دي. خو د طالبانو چارواکو د دغو مسافرو د سفر مشخصه موخه او منزل نه دی په ډاګه کړی. نیمروز د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې له ایران سره ګډه پوله لري.

دا پېښه په داسې حال کې راپور شوې چې تېره ورځ د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمه کې د اتو افغان کډوالو مړي موندل شوي وو. د راپورونو له مخې، دغو کسانو د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د قاچاقي لارو له لارې د افغان ځوانانو د کډوالۍ د هڅو زیاتوالی په داسې شرایطو کې رامنځته کېږي چې هېواد له پراخې بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د کاري او ښوونیزو فرصتونو له کمښت سره مخ دی. واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته پر زده‌کړو او کار د فرصتونو محدودېدل او د اقتصادي راتلونکي په اړه اندېښنې هم هغه عوامل بلل کېږي چې یو شمېر ځوانان ناقانونه سفرونو ته اړ باسي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر د راپور له مخې، د افغانستان نږدې څلورمه برخه ځوانان بېکاره دي. دغه بنسټ همدارنګه د ښځو پر اقتصادي او ښوونیزو فعالیتونو محدودیتونه د هېواد د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډونه بللي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د ۲۰۲۶ کال د راپور پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وګړي په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود. په دغه راپور کې د کاري فرصتونو کمښت او اقتصادي ستونزې د خلکو پر ژوند د فشار زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان میلیونونه وګړي به په روان کال کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.