TOOSnews
اعلان
اماني صندوق: د افغان ښځو د سوداګرۍ ملاتړ نورو ښځو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
افغانستانټوس نیوز

اماني صندوق: د افغان ښځو د سوداګرۍ ملاتړ نورو ښځو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

۱۴ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره ځانګړی اماني صندوق وايي، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې پانګونه نه یوازې د هغوی د کاروبارونو د ودې لامل کېږي، بلکې د کارموندنې، عاید ترلاسه کولو او نورو ښځو ته د مالي خپلواکۍ د ترلاسه کولو زمینه هم برابروي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۱۳مه، په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو سوداګرو ملاتړ یوازې د هغوی د خپل اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره محدود نه دی، بلکې نورو ښځو ته هم د زده‌کړې او مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو فرصتونه برابرولی شي.

د راپور په یوه برخه کې د ننګرهار ولایت د یوې مېرمنې تجربې ته اشاره شوې چې خپل کاروبار یې په کورني پخلنځي کې د اچارو او مربا له تولید څخه پیل کړی و. نوموړې د مالي مرستې او اړینو وسایلو له ترلاسه کولو وروسته وتوانېده چې خپل تولیدات ۵۰ سلنه زیات کړي.

دغه مېرمن اوس د پخوا په پرتله بېلابېل محصولات تولیدوي او د خپلو توکو د پلور بازار یې له سیمه‌ییزو بازارونو څخه د جلال‌اباد ښار لویو پلورنځیو ته پراخ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ځانګړي اماني صندوق په وینا، دغه کاروبار د خپلې مالکې لپاره د عاید د سرچینې ترڅنګ د نورو ښځو لپاره د زده‌کړې او عملي روزنې پر مرکز هم بدل شوی دی. یو شمېر هغو ښځو چې په دې برخه کې یې زده‌کړې او روزنه ترلاسه کړې، اوس یې خپل کوچني سوداګریز فعالیتونه پیل کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې د یوې ښځینه سوداګرې ملاتړ یوازې د یوه شخصي کاروبار له ودې سره مرسته نه کوي، بلکې د نورو ښځو لپاره هم نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي او هغوی د مالي خپلواکۍ پر لور هڅوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.