TOOSnews
اعلان
خالد حنفي: د داكتر او ملا ترمنح توبير نشته.
افغانستانټوس نیوز

خالد حنفي: د داكتر او ملا ترمنح توبير نشته.

۱۳ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي له خلکو غوښتي، چې لکه څنګه د ناروغۍ پر مهال د ډاکټرانو پر تشخیص او سپارښتنو باور کوي، د ملايانو پر خبرو هم بې له شکه باور وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۲مه، د مالیې وزارت کارکوونکو ته په یوه روزنیز ورکشاپ کې د خالد حنفي د وینا یوه برخه خپره کړې ده.

حنفي ملايان او ډاکټران متخصصان بللي او ویلي یې دي، چې د دوی ترمنځ توپیر نشته. نوموړي د خپلې خبرې د روښانولو لپاره بېلګه وړاندې کړې او ویلي یې دي، کله چې ناروغ ډاکټر ته ورځي او هغه ورته د ورزش سپارښتنه کوي، ناروغ یې له شک پرته مني او عمل پرې کوي.

هغه پوښتنه کړې، چې ولې خلک په ورځنیو چارو کې د متخصصانو پر خبرو باور کوي، خو د ده په وینا، د اخرت د متخصصانو په توګه د ملايانو پر خبرو شک کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چې ډېری کارکوونکي یې مذهبي کسان دي، د خلکو پر ټولنیز او شخصي ژوند د دغې ډلې د محدودیتونو د پلي کولو مسوولیت لري. د دغه وزارت محتسبان د خلکو پر جامو، چلند، تګ راتګ او ورځنیو فعالیتونو څارنه کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون چې په ۱۴۰۳ کال کې تصویب شوی، د دغه وزارت کارکوونکو ته پراخ واکونه ورکړي، چې له مخې یې کولای شي د طالبانو د لارښوونو د نه مراعاتولو په تور خلک وپوښتي، مجازات کړي او په ځینو مواردو کې یې بندیان کړي.

د دغه وزارت کړنې، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو له نیوکو سره مخ دي. منتقدین وايي، د مذهبي مامورانو پراخو واکونو د خلکو فردي او ټولنیزې ازادۍ محدودې کړې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.