د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وهلو او د سیمهییزو طالب ځواکونو پر وړاندې د خلکو د لاریون راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو ولایتي ادارې دغه پېښه رد کړې او ادعا یې کړې چې طالب ځواکونو له هېچا سره ناوړه چلند نه دی کړی.
د راپورونو له مخې، د وایګل ولسوالۍ اوسېدونکو د یوه ځوان د وهلو په غبرګون کې د سیمهییزو طالب ځواکونو پر وړاندې لاریون کړی دی. ویل کېږي چې دغه ځوان د غوږیو (هیډفون) کارولو له امله وهل شوی او لاریونوال هم د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
د راپورونو له خپرېدو وروسته، د نورستان د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د موسیقۍ اورېدو په تور د یوه ځوان د نیول کېدو او وهلو ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي چې طالب ځواکونو له هېچا سره ناوړه چلند نه دی کړی.
په خبرپاڼه کې د لاریون په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ټینګار شوی چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان د خلکو د لارښوونې حق لري او دا کار په نرمۍ ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو د چلند په اړه له بېلابېلو ولایتونو د خلکو د شکایتونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








