TOOSnews
اعلان
ټرمپ د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د آیوا او کانزاس ایالتونو ته سفر کوي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د آیوا او کانزاس ایالتونو ته سفر کوي.

۱۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خپل انتخاباتي کمپاین بېرته پیلوي او په آیوا او کانزاس ایالتونو کې به انتخاباتي غونډې جوړې کړي. دغه دواړه ایالتونه په دودیز ډول د جمهوري غوښتونکو له پیاوړو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. جمهوري غوښتونکی ګوند هڅه کوي چې د سې‌شنبې ورځې په منځمهالو ټاکنو کې په کانګرس کې خپل اکثریت وساتي.

که څه هم ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې آیوا ایالت په پراخ توپیر ګټلی و، خو تازه نظرپوښتنې ښيي چې په دغه ایالت کې ټاکنیزې سیالۍ نږدې شوې دي او په یو شمېر ټاکنیزو حوزو کې ډیموکراټ نوماندان له جمهوري غوښتونکو سره نږدې سیالي کوي.

د رویټرز او ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د امریکا په کلیوالو سیمو کې د ټرمپ د ملاتړ کچه د اکتوبر په میاشت کې ۴۵ سلنې ته راټیټه شوې، چې تر ټولو ټیټه ثبت شوې کچه بلل کېږي.

په کانزاس ایالت کې هم د سنا مجلس د څوکۍ لپاره سیالي د تمې خلاف نږدې شوې ده. دغه ایالت له ۱۹۳۲ کال راهیسې هېڅ ډیموکراټ سناتور نه دی ټاکلی.

د سې‌شنبې ورځې په ټاکنو کې د سنا مجلس ۳۵ څوکۍ او د استازو مجلس ټولې ۴۳۵ څوکۍ د رایې ورکولو لپاره وړاندې کېږي. جمهوري غوښتونکي په سنا مجلس کې د ۵۳ پر وړاندې د ۴۷ څوکیو په لرلو اکثریت لري او د استازو په مجلس کې یې هم اکثریت ډېر لږ دی.

په دواړو مجلسونو کې د اکثریت له لاسه ورکول کولای شي د ټرمپ د ادارې وړتیا محدوده کړي، څو خپلې طرحې او پروګرامونه عملي کړي.

د فلوریډا پوهنتون د ټاکنیزو څېړنو د مرکز د شمېرو له مخې، تر اوسه له ۵۲ میلیونو ډېرو امریکایانو په حضوري یا پوستي ډول خپلې رایې کارولې دي. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د منځمهالو ټاکنو له ورځې مخکې د ثبت شویو رایو په پرتله لوړ دی.

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ترڅنګ، د هغه اداره د ټاکنو اړوند له څو حقوقي قضیو سره هم مخ ده.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، ښايي په کالیفورنیا ایالت کې د یوه قاضي هغه پرېکړه سترې محکمې ته راجع کړي چې د څه باندې ۲۰ زره پوستي رایو د شمېرلو په اړه ده.

د عدلیې وزارت مرستیال سرپرست ټرېنټ مک‌کټر له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، سترې محکمې ته د قضیې د وړلو احتمال شته او ښايي دا اقدام د سې شنبې ورځې له ټاکنو مخکې ترسره شي.

د امریکا د عدلیې وزارت ادعا کړې وه چې ښايي د ثبت شویو رایه‌ورکوونکو په ډله کې یو شمېر کسان د امریکا اتباع نه وي؛ خو د کالیفورنیا چارواکي وايي، د غیرامریکايي وګړو د رایې ورکولو د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

په الاسکا ایالت کې هم فدرالي څارنوالان د ډانیل جي. سلیوان جونیر، چې یو تقاعد شوی ښوونکی دی، د نوماندۍ په اړه څېړنې کوي.

د څېړنې موضوع دا ده چې ایا د ډیموکراټې نوماندې مري پلتولا همکارانو د هغه په نوماندولو کې رول درلود، څو د نوم له ورته‌والي څخه په ګټې اخیستنې د رایه‌ورکوونکو ذهنونه مغشوش کړي؛ ځکه د هغه نوم د اوسني جمهوري غوښتونکي سناتور ډان سلیوان له نوم سره ورته دی.

پلتولا او د هغې د انتخاباتي کمپاین غړو په دې موضوع کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي. سلیوان جونیر هم ویلي چې د پلتولا له انتخاباتي کمپاین سره یې هېڅ ډول همغږي نه ده کړې.

د امریکا د عدلیې وزارت له فدرالي محکمې څخه دا غوښتنه هم کړې چې که اوسنی سناتور په لږ توپیر ټاکنې وبایلي، نو د الاسکا ایالت د ټاکنو د پایلو له رسمي تایید څخه دې مخنیوی وشي.

په میشیګان ایالت کې د ډیموکراټانو نوماند عبدالسید د سنا مجلس د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د جمهوري غوښتونکو له نوماند مایک راجرز سره سیالي کوي.

خو په ډیموکراټ ګوند کې خپلمنځي اختلافات لا هم دوام لري او تر اوسه څرګنده نه ده چې ډیموکراټه استازې هیلي سټیونز به د یکشنبې په ورځ په ډیټرایټ ښار کې د عبدالسید په انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

سټیونز په لومړنیو ټاکنو کې له عبدالسید څخه ماته خوړلې وه. د عبدالسید انتخاباتي کمپاین له هغې غوښتي چې د ټاکنو تر ورځې پورې په خپلو پروګرامونو کې ګډون ونه کړي، څو د ګوند دننه اختلافات د رایه‌ورکوونکو پام له اصلي سیالۍ څخه بلې خوا ته وا نه ړوي.

بل لور ته، سټیونز له عبدالسید څخه غوښتي چې د یوې بهرنۍ ډلې له خوا خپور شوی تبلیغاتي اعلان وغندي. د هغې په وینا، په دغه اعلان کې اسرائیل د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو مسؤل بلل شوی دی.

د میشیګان ایالت پوهنتون سیاسي څېړونکي مت ګراسمَن ویلي، د ټاکنو په وروستیو ورځو کې د ګوندي اختلافاتو څرګندېدل ښايي د عبدالسید انتخاباتي کمپاین ته زیان ورسوي.

خو نظرپوښتنې ښيي چې عبدالسید د ډیموکراټ رایه‌ورکوونکو د ملاتړ لویه برخه ترلاسه کړې ده.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.