TOOSnews
اعلان
بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغان پناه غوښتونکي پاکستان ته ولېږدوي.
نړۍټوس نیوز

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغان پناه غوښتونکي پاکستان ته ولېږدوي.

۶ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو چارواکي د یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکو د پاکستان ته د لېږلو لپاره د یوې طرحې پر چمتو کولو بوخت دي؛ دا اقدام ښايي په امریکا کې د نیول شویو یو شمېر افغانانو پر برخلیک اغېز وکړي.

د دغه راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۴مه خپور شوی، یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي چې ښايي په نږدې راتلونکي کې پاکستان یا افغانستان ته ولېږدول شي. تمه ده چې د دغو کسانو د لېږد بهیر په راتلونکو اوونیو کې پیل شي؛ خو امریکايي چارواکو تر اوسه دا طرحه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې.

بلومبرګ زیاتوي چې د هغو کسانو په ډله کې چې د شړلو له خطر سره مخ دي، د ځینو هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې واک ته د طالبانو تر بېرته رسېدو مخکې یې له امریکايي پوځي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

په همدې حال کې، امریکا ته د افغانانو د لېږد په برخه کې د مرستې سازمان، «افغان ایوک» (AfghanEvac)، ویلي چې د میزان له ۲۲مې نېټې راهیسې یې د نیول شویو افغانانو د احتمالي لېږد په اړه لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ترلاسه کړي دي. د دغه سازمان په وینا، دغه راپورونه د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ توقیف‌خونو سره تړاو لري.

افغان ایوک د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې د دغو کسانو د احتمالي شړلو ځای په څرګند ډول مشخص کړي او تر هر ډول لېږد مخکې هغوی ته فرصت ورکړي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو له احتمالي خطرونو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د دغو کسانو د برخلیک په اړه تر پرېکړې مخکې باید د هغوی امنیتي اندېښنې او افغانستان ته د بېرته ستنېدو احتمالي خطرونه په پام کې ونیول شي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.