د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا د لرې شوي اعلی وزیر سهیل اپریدي لارښود اوس په افغانستان کې دی، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
خواجه اصف د پاکستان په پارلمان کې د وینا پر مهال د تحریک انصاف پر ایالتي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې پر ځای یې خپلو سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې خیبر پښتونخوا د تاوتریخوالي تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره باید یو ګډ ملي غبرګون رامنځته شي.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا وکړه، چې سهیل اپریدي د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای د خپل واک پر ساتلو بوخت و او له ایالتي حکومته یې وغوښتل چې پر حکومتولۍ او د خلکو پر خوندیتوب تمرکز وکړي.
هغه همداراز د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هغې اعلامیې ته اشاره وکړه، چې په خیبر پښتونخوا کې یې د بېړني حالت اعلان او په ځینو سیمو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کېدل غندلي وو. نوموړي له مخالفو سیاسي ډلو وغوښتل چې خپل دریځ روښانه کړي.
خواجه اصف د خیبر پښتونخوا د تېرو ۱۳ کلونو پرمختګ له نورو ایالتونو سره پرتله کړ او ادعا یې وکړه، چې د دغه ایالت په پرېکړو کې بهرني لاسونه لاسوهنه کوي. هغه تحریک انصاف هم له پوځي بنسټونو سره په دوهګوني چلند تورن کړ او د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال فیض حمید نومونه یې یاد کړل.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا والي هم ویلي وو، چې د دغه ایالت تګلارې باید له اسلاماباد څخه وټاکل شي، نه له کابل، جلالاباد او کندهار څخه.
بلخوا، تحریک انصاف ګوند تر اوسه د خواجه اصف تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې څو ځله ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې ناامني د تړلو دروازو شاته د نیول شویو پرېکړو پایله ده.
لیکوال:سعید سمیر








