د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، جمالالدین حکمتیار، وایي چې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د کندز ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې د دوی د کورنۍ ۲۵ جریبه کرنیزه پلرنۍ ځمکه نیولې ده. نوموړي همداراز ادعا کړې چې د ځمکو د وضعیت د معلومولو او تعقیبولو پر مهال د طالبانو د وسلهوالو کسانو لهخوا ګواښل شوی او نیول شوی دی.
جمالالدین حکمتیار د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په کندز کې د دوی د کورنۍ پلرنۍ او میراثي ځمکې په غیررسمي ډول نیولې او نورو کسانو ته یې سپارلې دي.
د نوموړي په وینا، دغه اقدام د امامصاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوی او ځمکې یې پرته له قانوني مراحلو او په غیررسمي ډول د دوی د کورنۍ له ملکیت څخه ایستل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې کله د خپلو ځمکو د وضعیت او د هغو د کارونې د څرنګوالي د معلومولو لپاره سیمې ته تللی، د طالبانو وسلهوالو کسانو یې د ورتګ مخه نیولې، ګواښلی او توقیف کړی یې دی.
جمالالدین حکمتیار ادعا کړې چې د امامصاحب ولسوال هم منلې چې وسلهوال کسان د دې ولسوالۍ د چارواکو په امر سیمې ته لېږل شوي وو. د هغه په وینا، له دغو کسانو څخه د اصلي مالکانو د تر فشار لاندې راوستلو او د ځمکو د نیولو د موضوع د پټولو لپاره کار اخیستل شوی دی.
نوموړي ویلي چې د دې قضیې په تړاو یې د طالبانو محکمو ته هم شکایت کړی، خو تر اوسه یې پرلهپسې مراجعو کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.
د اسلامي حزب د مشر زوی په خپله لیکنه کې زیاته کړې چې د پخوانیو حکومتونو په دورو کې، د شوروي ځواکونو د حضور او د جمهوري نظام په ګډون، هېچا د دوی پر میراثي ځمکو تېری نه و کړی؛ خو اوس یې دغه شتمنۍ د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه دغه ډول چلند د اصلي مالکانو پر وړاندې د فشار وسیله بللې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د خپلو ملکیتي حقونو د دفاع لپاره اقدام کوي، ښایي د نامعلومو قضایي دوسیو له لارې کلونه سرګردانه شي او له سپکاوي ډک چلند سره مخامخ شي.
جمالالدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې د هغه په باور، د طالبانو په نظام کې د خلکو ځاني او مالي امنیت او مدني حقونه، په ځانګړې توګه د شخصي ملکیت حق، تضمین نه دي. نوموړي ویلي چې که دا وضعیت دوام وکړي، ښایي کورنۍ یې هم اړ شي چې افغانستان پرېږدي.
هغه همداراز ادعا کړې چې تر دې وړاندې هم د اسلامي حزب د یو شمېر نورو غړو د شتمنیو د نیولو په اړه راپورونه خپاره شوي او ځینې سیمهییز چارواکي په غیرمستقیم ډول له دغو اقداماتو او له هغو څخه له ترلاسه کېدونکو عوایدو ګټه اخلي.
طالبانو تر اوسه د جمالالدین حکمتیار د ادعاوو او د هغه د کورنۍ د ځمکو د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ګلبدین حکمتیار مالیزیا ته ولاړ او هلته یې د طالبانو پر وړاندې سختې نیوکې وکړې.
په همدې حال کې، د طالبانو د عدلیې وزارت د هغو کسانو د منقولو او غیرمنقولو شتمنیو د څېړنې په اړه نوی قانون خپور کړی چې له هېواده غایب دي.
د دغه قانون په نهمه، درویشتمه او اتهویشتمه ماده کې د هغو کسانو د شتمنیو او اړوندو عوایدو د برخلیک ټاکل چې په قانون کې ورته د «ساعین بالفساد» اصطلاح کارول شوې، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په حکم پورې مشروط شوي دي. په دغو مادو کې د یادو کسانو لپاره د شرعي وکیل د لرلو موضوع هم شامله ده.
که څه هم په دې قانون کې د غصب شویو کورونو د بېرته سپارلو یادونه شوې، خو یو شمېر حقوقي کارپوهانو د «ساعین بالفساد» اصطلاح د کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دوی په وینا، ښایي دغه نوم د طالبانو د سیاسي او فکري مخالفانو او د دې ډلې د سیاستونو د منتقدینو پر وړاندې وکارول شي؛ ځکه طالبان د خپل مشر او لوړپوړو چارواکو پر وړاندې نیوکه هم د فساد او سرغړونې یو ډول ګڼي.
لیکواله:رویا ستانکزی








