بریټانوي ورځپاڼې «ټېلېګراف» په یوه راپور کې لیکلي چې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) له خوا د افغان ملکي وګړو د وژنې د تورونو په اړه د څېړنو دوام د دغه هېواد د یو شمېر سرتېرو پر روحیه منفي اغېز کړی او د هغوی ترمنځ یې اندېښنې راپارولې دي.
دغه څېړنې چې په ۲۰۲۳ کال کې د «هایدن کیو» (Hyde Inquiry) تر نوم لاندې پیل شوې، په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د لږ تر لږه ۸۰ بېوسلې افغان ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې څېړي. همدارنګه، د دغو پېښو په تړاو د شواهدو د له منځه وړلو تورونه هم د دې قضیې یوه برخه ده. تمه ده چې دغه څېړنې به په ۲۰۲۸ کال کې بشپړې شي.
ټېلېګراف د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، راپور ورکړی چې شاوخوا ۱۵۰ هغه بریټانوي ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، د څېړنو د پوښتنو د ځوابولو یا د لیکلو شواهدو د وړاندې کولو لپاره وربلل شوي دي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، یو شمېر پوځيانو ویلي چې د څېړنو اوږدېدل د دې لامل شوي چې ځینې سرتېري خپلې دندې پرېږدي او ځینې نور د خپلې پوځي دندې د مودې له غځولو ډډه وکړي.
دوی اندېښنه لري چې ښايي په راتلونکي کې د خپلو پوځي عملیاتو له امله د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورن شي.
ټېلېګراف د بریټانیا له حکومته غوښتي چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو ملاتړ وکړي او د هغو سرتېرو ترمنځ توپیر وکړي چې جرم یې کړی او هغو کسانو چې یوازې د څېړنو په لړ کې ترې پوښتنې کېږي.
تر دې وړاندې، د بریټانیا د پوځ یوه پخواني لوړپوړي افسر منلې وه چې په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو د څېړلو پر مهال یې ځینې هغه انځورونه څېړونکو ته نه وو سپارلي چې ښايي د پېښو د څرنګوالي په روښانه کولو کې یې له کارپوهانو سره مرسته کړې وای.
لیکواله:رویا ستانکزی








