د پاکستان د بلوچستان ایالت عالي محکمې د کوټې په بولان طبي کالج کې د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه د نومبر تر ۲۴مې ځنډولې او هغوی ته یې تر دې نېټې پورې په دغه کالج او لیلیو کې د پاتې کېدو او خپلو زدهکړو ته د دوام ورکولو اجازه ورکړې ده.
د بولان طبي کالج یوه افغان محصل عمران خان رسنیو ته ویلي چې د قضیې د وروستۍ اورېدنې پر مهال قاضي د حکومت له استازي څخه د افغان محصلینو لپاره د ویزو د صادرولو په اړه وضاحت غوښتی دی.
د نوموړي په وینا، د حکومت وکیل د ځواب وړاندې کولو لپاره د اضافي وخت غوښتنه کړې چې محکمې ورسره منلې او د قضیې بله اورېدنه یې د نومبر ۲۴مې ته ځنډولې ده.
عمران خان زیاته کړې چې د محصلینو مدافع وکیل له محکمې غوښتي وو څو د قضیې تر وروستۍ پرېکړې پورې افغان محصلین له کالج او لیلیو څخه ونه ایستل شي. محکمې هم د هغوی غوښتنه منلې او په یوه لنډمهاله حکم کې یې د ایستلو اړوند اقدام ځنډولی دی.
د محکمې د پرېکړې له مخې، افغان محصلین کولای شي د نومبر تر ۲۴مې پورې په خپلو درسي او اکادمیکو فعالیتونو بوخت پاتې شي او د ازموینو لپاره خپل چمتووالی روان وساتي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د راتلونکې اورېدنې پر مهال به محکمه د افغان محصلینو د قانوني خوندیتوب موده وغځوي. هغه دا هم ویلي چې تر اوسه یې د محکمې رسمي لیکلی حکم نه دی ترلاسه کړی.
بلخوا، د افغان محصلینو مدافع وکیل سید نذیر اغا د محکمې له پرېکړې وروسته خبریالانو ته ویلي چې دا حکم د افغان زدهکوونکو لپاره د خوښۍ وړ خبر دی، ځکه د محکمې قاضیانو، محمد عامر رانا او عبدالقیوم لاهړي، هغوی ته د زدهکړو د دوام اجازه ورکړې ده.
د نوموړي په وینا، بلوچستان عالي محکمې د بولان طبي کالج ادارې ته لارښوونه کړې چې افغان محصلینو ته دې په خپلو زدهکړو او لیلیو کې د اوسېدو د دوام زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د اکټوبر په ۱۴مه د بولان طبي کالج ادارې ۱۶ افغان محصلینو ته امر کړی و چې له کالج او لیلیو څخه ووځي. دغه اقدام د محصلینو له غبرګون سره مخ شوی و او هغوی د خپلو زدهکړو د دوام لپاره محکمې ته مراجعه کړې وه.
د بلوچستان عالي محکمې وروستۍ پرېکړه لږ تر لږه د نومبر تر ۲۴مې پورې د دغو محصلینو د زدهکړو او استوګنې د دوام په برخه کې لنډمهالی خوندیتوب برابروي.
لیکواله:رویا ستانکزی








