د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د غزني ولایت د انډر ولسوالۍ په یوه غونډه کې ویلي، چې د دې ډلې ژوند او کړنې لا هم د اسلامي شریعت له معیارونو سره سمون نه لري. هغه ټینګار کړی چې اساسي ستونزه دا ده چې د دوی ورځنی ژوند او چلند د الهي احکامو، د اسلام د پیغمبر لارښوونو او د دیني مشرانو له کړنلارې سره سمون نه لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې حقاني په غزني کې د «نورالمدارس» دیني مدرسې د یو شمېر فارغانو په فراغتغونډه کې ګډون کړی او وینا یې کړې ده.
حقاني په دې غونډه کې ویلي، چې د ټولنې د ستونزو د حل لپاره هر فرد باید تر هر ډول اقدام وړاندې د خپل چلند اصلاح او د خپل نفس پاکولو ته لومړیتوب ورکړي.
هغه د خلکو د کړنو او دیني لارښوونو ترمنځ واټن ته په اشارې زیاته کړې، که د دوی ورځنی ژوند د الله تعالی د اوامرو، د اسلام د پیغمبر د سنتو او د دیني مشرانو د لارې پر بنسټ تنظیم شي، نو ډېرې ستونزې او ننګونې به له منځه ولاړې شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د یادې مدرسې له فارغانو غوښتي، چې د نورو د اصلاح کولو له هڅې وړاندې خپل شخصي چلند او د نفس تزکیې ته پام وکړي او دیني احکام په عملي توګه په خپل ژوند کې پلي کړي.
هغه همداراز ویلي، چې چارواکي او واکمنان هغه مهال کولای شي د ټولنې په اصلاح کې اغېزناک رول ولوبوي، چې لومړی خپل ځانونه اصلاح کړي او لکه څنګه چې د خلکو کړنې څاري، په هماغه ډول خپل چلند او فعالیتونه هم وڅاري.
حقاني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار کړی، چې د فردي اصلاح مفهوم هغه مهال رښتینی کېدای شي، چې انسان د نورو ملتونو د وضعیت او ستونزو په اړه هم د مسؤلیت او خواخوږۍ احساس ولري.
هغه په پای کې له ګډونوالو غوښتي، چې د خلکو ګټې او برخلیک په پام کې ونیسي، د خپل شخصي چلند اصلاح ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو تېروتنو پړه پر نورو اچولو پر ځای یې مسؤلیت ومني.
لیکواله:رویا ستانکزی








