د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز شرعي بنسټ نه لري، بلکې د دوحې تړون او له امریکا سره د ژمنو له مخې لګېدلی دی.
صالح دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په خپله ټویټر پاڼه په ازبکستان کې د دوحې بهیر په چوکاټ کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې په غبرګون کې کړې دي. په دې غونډه کې د طالبانو استازي هم ګډون لري.
نوموړي ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د دوحې تړون تر لاسلیک مخکې د کوکنارو د کښت او نشهيي توکو قاچاق ته د قرآني دلایلو د موندلو هڅې کولې، خو اوس د دې ډلې د مشرتابه له لوري د دغو فعالیتونو بندیز د بهرنیو ژمنو له مخې عملي کېږي.
صالح د طالبانو د دریځ بدلون ته په اشارې پوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال تر مخه شرعي احکام له هغه څه سره څه توپیر لري چې د دوحې تړون له لاسلیک وروسته د طالبانو د تګلارې د بدلون لامل شوي دي.
هغه همداراز د طالبانو پر مالي سرچینو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له واشنګټن څخه هره اوونۍ د ډالرو لېږد د دې ډلې پر مذهبي تګلارو اغېز کړی دی. صالح پوښتنه کړې، چې ایا طالبانو تر اوسه د خپل دغه دوهګوني چلند په اړه روښانه ځواب ورکړی دی؟
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د خپل مشر د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه او وروسته یې د نشهيي توکو د تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي خبره هم کړې ده.
خو د طالبانو مخالفان ادعا کوي، چې دې ډلې د خپلې واکمنۍ له مخه د جګړو د لګښتونو یوه برخه د نشهيي توکو له قاچاق او مالیاتو ترلاسه کوله او د کوکنارو پر کښت اوسنی بندیز د شرعي اصولو پر ځای له بهرنیو ژمنو سره تړاو لري.
لیکوال:سعید سمیر








