TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: افغانستان كې د ترياكو د پلور عوايد ۵۲۵ ميليونه ډالرو ته رسېدلي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه: افغانستان كې د ترياكو د پلور عوايد ۵۲۵ ميليونه ډالرو ته رسېدلي.

۱۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د طالبانو له بندیز سره سره، د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د تریاکو له پلور څخه د ترلاسه شویو عوایدو کچه ۵۲۵ میلیون امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.

د دغې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې د تریاکو له تولید څخه د ترلاسه شویو عوایدو دغه کچه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د منځنیو عوایدو له کچې سره نږدې ده.

راپور زیاتوي، که څه هم د تریاکو تولید کم شوی، خو په بازار کې د بیو لوړ پاتې کېدل د دې لامل شوي چې له پلور څخه یې عواید بېرته لوړ شي. د یوه کیلو وچو تریاکو منځنۍ بیه په ۲۰۲۵ کال کې ۵۷۰ ډالره وه، چې په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې؛ خو بیا هم د بندیز له اعلان مخکې د هر کیلو له ۱۰۰ ډالرو څخه په ټیټه بیه څو برابره لوړه ده.

د راپور د اټکل له مخې، د تریاکو له پلور څخه ترلاسه شوي عواید د افغانستان د ناخالص کورني تولید ۲،۷ سلنه او د کرنې د سکټور ۸،۵ سلنه جوړوي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په دغو شمېرو کې یوازې د تریاکو د پلور عواید شامل دي او د پروسس، قاچاق، صادراتو او اکمالاتي لړۍ له نورو فعالیتونو ترلاسه کېدونکې ګټې نه دي حساب شوي؛ له همدې امله د تریاکو د اقتصاد ټولیز ارزښت ښايي تر دې هم لوړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت او د نشه‌يي توکو پر تولید بندیز ولګاوه، چې په لومړیو کې یې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید په پراخه کچه راکم کړل. خو د ملګرو ملتونو د تازه راپور شمېرې ښيي چې د تریاکو د لوړو بیو له امله د دغه بازار عواید لا هم د پام وړ دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.