درېیو ځايي سرچینو تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان ولایت کې خپل پخوانی سیمهییز قوماندان، «جمعه خان فاتح »، نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی د سیمې له اغېزناکو قوماندانانو څخه و، خو د نیولو لامل یې تر اوسه نه دی روښانه شوی.
سرچینو د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ ۹مه، ویلي چې جمعه پخوا د طالبانو د وسلهوالو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله، خو څو میاشتې وړاندې له خپلې دندې ګوښه شوی و.
د سرچینو په وینا، نوموړی د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۶مه، نیول شوی، خو د هغه د اوسني وضعیت او برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د طالبانو د ځايي قوماندانانو او د دې ډلې د مشرتابه ترمنځ د چارواکو د ګومارنې، د کانونو د کنټرول او امنیتي محدودیتونو پر سر اختلافونه زیات شوي دي.
د جمعه نیول په داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو مشرتابه په بدخشان کې د کورنیو نارضایتیو د کابو کولو لپاره د یوې ځانګړې کمېټې له لارې د اختلافاتو د څېړنې هڅې روانې کړي دي.
تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د ګومارنو، کانونو او د مشرتابه د تګلارو پر سر د اختلافاتو له امله د طالبانو د یو شمېر سیمهییزو قوماندانانو او چارواکو د ګوښه کولو، نیولو او لرې کولو راپورونه خپاره شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








