TOOSnews
اعلان
صالح: د جمهوریت پر مهال نیول شویو طالب غړو له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله.
افغانستانټوس نیوز

صالح: د جمهوریت پر مهال نیول شویو طالب غړو له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله.

۲۲ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د طالبانو یو شمېر غړي چې د جمهوریت پر مهال نیول شوي وو، د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال یې د خپلو تېرو کړنو په اړه پښېماني څرګندوله او د خوشې کېدو لپاره یې له مسؤولو چارواکو د بښنې غوښتنه کوله؛ خو نوموړي د انساني کرامت د درناوي له امله دغه شېبې نه ثبتولې.

صالح د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په تېرو کلونو کې یې د طالبانو له ګڼو منځ‌پوړو غړو او ځینو قوماندانانو سره تر نیول کېدو وروسته مفصلې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، د طالبانو د هغې انځوریزې بڼې خلاف چې اوس یې په ټولنیزو رسنیو کې له ځانه وړاندې کوي، یو شمېر نیول شویو کسانو د څارنوال او قاضي پر وړاندې د خپلو هېوادوالو د وژلو په اړه پښېماني څرګندوله او ویل یې چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي.

د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال ادعا کړې چې د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال یې له فزیکي شکنجې کار نه اخیست او باور یې درلود چې د صبر، دقت او جزئیاتو ته د پاملرنې له لارې هم له تورنو کسانو اعتراف اخیستل کېدای شي.

نوموړي همداراز د ملا شهاب‌الدین په نوم د طالبانو د یوه قاضي یادونه کړې چې د ارزګان اوسېدونکی و او د جمهوریت پر مهال نیول شوی و. د صالح د روایت له مخې، دغه کس د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه ارګ ته ولېږدول شو او له هغه سره تر لیدنې وروسته یې دوسیه وتړل شوه او له یو څه پیسو او امکاناتو سره بېرته خپل کور ته ستون شو.

صالح زیاته کړې چې د طالبانو ځینو ځوانو او لوړپوړو غړو تر نیول کېدو وروسته د خبرو کولو توان نه درلود او له زندانه د خلاصون لپاره یې د بښنې غوښتنه کوله. هغه ټینګار کړی چې د انساني کرامت د ساتنې په موخه یې د هغوی د پښېمانۍ او زارۍ شېبې نه ثبتولې.

د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال دا هم ادعا کړې چې د طالبانو د امنیتي ادارو یو شمېر اوسني مرستیالان په تېر کې د جمهوریت له استخباراتي ادارې سره همکار وو او د دې ډلې د څو شبکو معلومات یې له حکومت سره شریک کړي وو.

هغه ویلي، کله ناکله د طالبانو د ځینو چارواکو د مبالغه‌امېزه څرګندونو په اورېدو د هغوی د اعترافونو د مجلسونو د یوې نسخې د خپرولو فکر ورسره پیدا کېږي؛ خو تر اوسه یې یاد اسناد د ساتنې او احتمالي کارونې لپاره خوندي ساتلي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون د «زندان تر سیوري لاندې» په نوم یو پروګرام خپروي، چې په ترڅ کې یې د دې ډلې یو شمېر پخواني غړي د جمهوریت پر مهال په زندان کې د خپلو تجربو په اړه خبرې کوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.