TOOSnews
اعلان
د ښځينه كرکټ د وضعيت له امله سكاټلنډ له افغانستان سره سيالۍ لغوه كوي.
ورزشټوس نیوز

د ښځينه كرکټ د وضعيت له امله سكاټلنډ له افغانستان سره سيالۍ لغوه كوي.

۲۰ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سکاټلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د نارینه‌وو ملي لوبډلې سره به دوه اړخیزې او درې اړخیزې کرکټ سیالۍ نه ترسره کوي او نه به د دغو سیالیو کوربه‌توب وکړي.

د سکاټلنډ کرکټ بورډ ویلي، دا پرېکړه یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او د ښځینه کرکټ د وضعیت له ښه کېدو سره مشروطه کړې ده.

د دغه بورډ د اعلامیې له مخې، د افغانستان د کرکټ بورډ په اړه د راتلونکې همکارۍ لپاره یې نوې تګلاره تصویب کړې او له دې وروسته به د کرکټ نړیوالې شورا له سیالیو بهر د افغان نارینه‌وو لوبډلې لپاره تمریناتي کمپونه او دوستانه لوبې نه تنظیموي او نه به پکې ګډون کوي.

خو سکاټلنډ ټینګار کړی چې د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې لوبې کول د طالبانو د حکومت یا د هغوی د پالیسیو د ملاتړ په معنا نه دي.

دغه راز، د افغانستان د غوره لیګ په اړه یې ویلي چې له خپلو لوبغاړو سره به د لاسلیک شویو قراردادونو له مخې چلند کوي او که د نه اعتراض سند صادر شي، د افغان غوره لیګ په سیالیو کې د سکاټلنډي لوبغاړو ګډون به د طالبانو د پالیسیو ملاتړ ونه ګڼل شي.

د اعلامیې له مخې، دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې افغان کرکټ بورډ په جولای میاشت کې له سکاټلنډ څخه د ایرلنډ پر وړاندې د سیالیو لپاره د تمریناتي اسانتیاوو غوښتنه کړې وه او په سپټمبر کې یې د افغانستان غوره لیګ په اړه هم د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

سکاټلنډي چارواکو د دې پرېکړې پر مهال په افغانستان کې بشري وضعیت، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلاره، د ښځینه کرکټ د ودې او برابرۍ په اړه خپلې ژمنې او له اړوندو ادارو سره سلا مشورې په پام کې نیولې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د سکاټلنډ د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار سربېره په ورزشي سیالیو او لوبډلو کې له ګډون څخه هم محرومې شوې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.