افغان ورزشکار نادر صوفيزاده د قرغیزستان په کوربهتوب د ۲۰۲۶ کال په نړیوالو سیالیو کې د ازاد کورش په برخه کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.
صوفيزاده د درېیم مقام د ترلاسه کولو په لاره کې د ایټالیا، جورجیا او ارمنستان ورزشکارانو ته ماتې ورکړې، خو په نیمهپایلوبه کې یې له خپل قرغیزستاني سیال څخه ماته وخوړه.
د افغانستان د کورش، سامبو او رستمي غېږنیونې فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د اګست په ۳۱مه پیل شوې او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.
فدراسیون وايي، په دغو سیالیو کې د ۱۰۶ هېوادونو شاوخوا درې زره ورزشکاران په ۴۳ ورزشي څانګو کې ګډون لري. سیالۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک او د ایسیککول جهیل شاوخوا سیمو کې ترسره کېږي.
افغانستان هم په دغو سیالیو کې د دوو درانه وزن ورزشکارانو او یوه روزونکي په ګډون استازیتوب لري.
لیکوال:سعید سمیر








