د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې خبر ورکړی چې په کابل کې د پاورلفټېنګ لسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي دي.
د یادې ادارې په وینا، په دغو سیالیو کې د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه ۱۴۰ ورزشکاران ګډون لري او سیالۍ د طالبانو د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم کې ترسره کېږي.
د معلوماتو له مخې، ورزشکاران د تنکيو ځوانانو، ځوانانو، لویانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په عمري کټګوریو کې سیالي کوي او د ۵۳ تر ۱۲۰ کیلوګرامه پورې په بېلابېلو وزني کټګوریو کې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
د دغو سیالیو په پایله کې به ۹۵ ورزشکاران د پاورلفټېنګ ملي لوبډلې ته او ۱۴ نور به د بهرنیو سیالیو لپاره وټاکل شي.
د طالبانو د ورزش ادارې ویلي، د سیالیو موخه ملي لوبډلې او بهرنیو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.
ټاکل شوې چې دغه ملي ټاکنیزې سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








