TOOSnews
اعلان
په كندوز كې د كيک بوكسينګ سيالۍ پاى ته ورسېدې.
ورزشټوس نیوز

په كندوز كې د كيک بوكسينګ سيالۍ پاى ته ورسېدې.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کندوز په کوربه‌توب د شمال او شمال‌ختیځ زونونو او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د کیک‌بوکسینګ لسم پړاو سیالۍ د کندوز ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو دوه‌ورځنیو سیالیو کې د هېواد له شمال، شمال‌ختیځ، مرکز او یو شمېر نورو ولایتونو څخه شاوخوا ۱۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې، سیالۍ د وږي په ۵مه او ۶مه نېټه په کندوز کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې کوربه کندوز لومړی، بلخ دویم او تخار درېیم مقام خپل کړ.

ورزشکارانو په دغو سیالیو کې د کیک‌بوکسینګ په «لوکیک» او «فول‌کانتکت» سبکونو کې له یو بل سره سیالۍ وکړې. دغه سیالۍ په دواړو سبکونو کې په انفرادي او تک‌فایت بڼه ترسره شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.