د ارجنټاین د فوټبال وتلي ستوري، لیونل مسي، اعلان کړی چې له ملي لوبو سره مخه ښه کوي او نور به د خپل هېواد د ملي لوبډلې لپاره لوبه ونه کړي.
مسي د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۹مه، په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره کړي پیغام کې خپله پرېکړه «دردونکې» بللې او ویلي یې دي چې پوهېږي اوس هغه وخت رارسېدلی چې له ملي لوبډلې څخه ګوښه شي.
دغه ارجنټایني ستوري ویلي چې له ملي لوبډلې سره د مخه ښې پرېکړه یې د فوټبال نړیوال جام له پایلوبې دوه ورځې وروسته کړې وه؛ خو د خپل پلار، خورخه مسي، له مړینې وروسته د دې پرېکړې په اړه تر بل هر وخت ډېر ډاډمن شوی دی.
مسي د کلونو لپاره د ارجنټاین د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه و او له دې لوبډلې سره یې سترې لاسته راوړنې لرلې، چې په هغو کې د نړیوال جام او کوپا امریکا اتلولۍ هم شاملې دي.
خو دا پرېکړه د هغه د مسلکي فوټبال د دورې د پای په معنا نه ده؛ بلکې د مسي مخه ښه یوازې له ملي لوبو سره ده.
له ملي لوبډلې څخه د مسي مخه ښه به د ارجنټاین د فوټبال د تاریخ د یوې له تر ټولو ځلانده دورې پای او په ملي کچه د فوټبال د یوه له تر ټولو ویاړلي لوبغاړي د حضور پای وي.
لیکواله:سلیمه آریایي








