یو شمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو او هغو افغانانو، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د امریکا د کانګرس ودانۍ ته څېرمه راټول شوي او له قانون جوړوونکو یې غوښتي چې په امریکا کې د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.
د سکریپس نیوز د راپور له مخې، په دې لاریون کې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و. لاریونوالو ټینګار کاوه چې د امریکا حکومت باید په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د امنیت د تأمین او هغوی ته د پاتې کېدو د فرصت برابرولو لپاره اقدام وکړي.
د افغان ایواک ائتلاف مشر، شان وندایور، ویلي چې د دې غونډې موخه د هغو افغانانو ملاتړ دی چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی. هغه له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانستان د وګړو لپاره د لنډمهاله خوندي استوګنې قانون (TPS) تصویب کړي، څو زرګونه افغان کډوال له جبري ایستلو څخه خوندي پاتې شي.
وندایور د افغان همکارانو پر وړاندې د امریکا مسؤلیت ته په اشارې ویلي، د دغه هېواد ژمنې باید یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عملي توګه هم پوره شي.
یو پخواني امریکايي سرتېري، چې په عراق او افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، هم ویلي چې اجازه به ورنه کړي امریکا خپل افغان متحدین یوازې پرېږدي.
یو شمېر افغان کډوالو هم په دې لاریون کې ګډون کړی و او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته د هغوی بېرته ستنول ښايي د نیول کېدو او له اساسي حقونو څخه د محرومېدو لامل شي.
د لاریون یوې افغان ګډونوالې، فلورنس پویا، د کډوالو جبري ایستل یوه ناورینناکه پېښه بللې او ویلي یې دي چې ځینې کسان ښايي د خپل خوندیتوب لپاره اړ شي چې خپل ژوند په پټه تېر کړي.
د لنډمهاله خوندي استوګنې وضعیت یا «TPS» په امریکا کې د کډوالۍ یو قانوني میکانیزم دی، چې د هغو هېوادونو وګړو ته چې له جګړو، ناامنۍ یا طبیعي پېښو سره مخ وي، اجازه ورکوي څو تر هغه وخته په موقتي توګه په امریکا کې پاتې شي، چې خپل هېواد ته یې خوندي بېرته ستنېدل ممکن شي.
دغه پروګرام نه یوازې د کډوالو د جبري ایستلو مخه نیسي، بلکې هغوی ته د کار کولو د اجازې ترلاسه کولو فرصت هم برابروي.
د سکریپس نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د وګړو لپاره د لنډمهاله خوندي استوګنې دغه ملاتړ پای ته ورسوي؛ دا پرېکړه د همدې کال په جولای میاشت کې عملي شوه.
لیکواله:رویا ستانکزی








