TOOSnews
اعلان
سرچینې: طالبان خپل څلور ډیپلوماټان فرانسې ته لېږي.
نړۍټوس نیوز

سرچینې: طالبان خپل څلور ډیپلوماټان فرانسې ته لېږي.

۲۳ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت باخبره سرچینې وایي، چې دې ډلې د فرانسې له حکومت سره د افغانستان په سفارت کې د خپلو ډیپلوماټانو د ګومارلو په اړه هوکړې ته رسېدلې ده. د دغو سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې د طالبانو څلور ډیپلوماټان فرانسې ته واستول شي.

سرچینو د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، ویلي چې یاد ډیپلوماټان اوس مهال د فرانسې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او ښایي راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته ولاړ شي. دوی زیاته کړې چې د شوې هوکړې له مخې به په پاریس کې د افغانستان د سفارت د چارو د پرمخ وړلو مسؤلیت د طالبانو ډیپلوماټانو ته وسپارل شي.

د سرچینو په وینا، دا هوکړه وروسته له هغې شوې چې طالبانو منلې د هغو افغان وګړو د هویت پېژندنې په بهیر کې به د فرانسې له چارواکو سره همکاري کوي، چې دغه هېواد یې افغانستان ته د بېرته لېږلو پلان لري.

بل لور ته، په پاریس کې د افغانستان د سفارت باخبره سرچینو هم تأیید کړې چې فرانسې د طالبانو د ډیپلوماټانو له حضور سره موافقه کړې؛ خو د هغوی شمېر یې دوه تنه ښودلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې فرانسې ته د څلورو ډیپلوماټانو د لېږلو خبره کوي.

په راپور کې راغلي چې فرانسوي چارواکو د دغو ډیپلوماټانو د احتمالي سفر په اړه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. همدارنګه، طالبانو او د فرانسې حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاسکال کنفاورو، تر دې وړاندې په پاریس کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې له طالبانو سره خبرې اترې تر ډېره په فرانسه کې د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې دي، چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او د فرانسوي چارواکو په اند، د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

هغه د لړم په ۱۴مه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی و چې په هغه وخت کې په پاریس کې د طالبانو اړوند هېڅ قونسلګري پلاوی شتون نه درلود او د داسې یوې کاري ډلې جوړېدل هم نه وو تأیید شوي.

دا پرمختګونه وروسته له هغې رامنځته کېږي چې فرانسې تېره اوونۍ له طالبانو سره د یو شمېر افغان وګړو افغانستان ته د مستقیم بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو پیل تأیید کړ.

فرانسې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته له دې ډلې سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې دي او په کابل کې یې سفارت لا هم تړلی دی.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.