TOOSnews
اعلان
اېف‌بي‌ای د شمالي کوریا هکرانو له خوا د ۴۰۰ میلیونه ډالرو د ډیجیټلي اسعارو د غلا خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

اېف‌بي‌ای د شمالي کوریا هکرانو له خوا د ۴۰۰ میلیونه ډالرو د ډیجیټلي اسعارو د غلا خبر ورکړ.

۲۲ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌ای) اعلان کړی چې د شمالي کوریا له حکومت سره تړلو هکرانو په تېر یو نیم کال کې د جعلي ویډیويي اړیکو او د کاروونکو د انځورونو د پټې ثبتونې له لارې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره ډیجیټلي پیسې غلا کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم ۲۲مه، د یادې ادارې په حواله راپور ورکړی چې دغه بریدونه د «فېس‌سټیلر» په نوم د انلاین درغلۍ له یوې طریقې څخه په ګټې اخیستنې ترسره شوي دي. په دې طریقه کې هکران د ویډیويي اړیکو د مشهورو اپلېکېشنونو، لکه زوم، مایکروسافټ ټیمز او ګوګل میټ، جعلي نسخې جوړوي.

د اېف‌بي‌ای په وینا، بریدګر د قربانیانو د هغو اشنا کسانو د ټولنیزو شبکو حسابونو او اړیکو معلوماتو ته تر لاسرسي وروسته، د هغوی په نوم قربانیانو ته د ویډیويي غونډو جعلي بلنلیکونه لېږي. وروسته د ویډیويي اړیکې پر مهال د ګډونوالو انځورونه د هغوی له خبرتیا پرته ثبتوي.

دې ادارې زیاته کړې چې د قربانیانو د وېب‌کېمرو له لارې یې له ۹۰۰ څخه ډېر ثبت شوي ویډیويي کلیپونه هم پېژندلي او ترلاسه کړي دي.

اېف‌بي‌ای همدارنګه ویلي چې هکران د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د ډیجیټلي پیسو او بلاک‌چین ټکنالوژۍ په برخو کې د مشهورو او اغېزناکو څېرو جعلي ویډیوګانې جوړوي، څو د هغوی له هویت څخه د خپلو بریدونو د پرمخ وړلو او د کاروونکو د غولولو لپاره ګټه واخلي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.