TOOSnews
اعلان
میرویس عزیزي په کابل کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه ستر روغتیايي کمپلکس د جوړولو خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

میرویس عزیزي په کابل کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه ستر روغتیايي کمپلکس د جوړولو خبر ورکړ.

۱۴ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د عزیزی ګروپ مشر، میرویس عزیزی اعلان کړی چې د کابل ښار د اتمې ناحیې په رحمان مېنه سیمه کې به د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو ستر روغتیايي کمپلکس جوړ کړي.

د نوموړي په وینا، په دې کمپلکس کې به د سرطان تخصصي روغتون، زېږنتون او یو طبي پوهنتون شامل وي، چې ټاکل شوې په دوو کلونو کې بشپړ شي.

عزیزی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پروژه به پر خپلې شخصي ځمکې جوړوي او د سرطان روغتون او زېږنتون کې به ناروغانو ته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سرطان روغتون به ۳۰۰ بستره ولري او د سرطان ناروغانو د تشخیص او درملنې په موخه به فعالیت کوي. همدارنګه، زېږنتون به د ۲۰۰ بسترونو په ظرفیت جوړ شي.

د عزیزي په خبره، دغه دواړه روغتونونه به د شپې او ورځې په اوږدو کې د روغتیايي خدمتونو معیاري او وړیا اسانتیاوې وړاندې کوي.

د درملنې د مرکزونو ترڅنګ، د یوه طبي پوهنتون جوړول هم د دې پروژې یوه برخه ده. د عزیزي ګروپ مشر وایي، دغه پوهنتون به د مسلکي روغتیايي کادرونو په روزنه، د مسلکي وړتیاوو په لوړولو او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دغه کمپلکس جوړول یې د خیریه او روغتیايي پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي چې یاده پروژه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، په دوو کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

عزیزي د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۱۳مه، له طالبانو سره د جوزجان د ګازو او بغلان د ډبرو سکرو د استخراج د تړونونو د لاسلیک پر مهال ویلي وو چې د سرطان روغتون د جوړولو پرېکړه یې شاوخوا یو نیم کال وړاندې کړې وه.

د نوموړي په وینا، د سرطان ناروغۍ له امله د خپلې لور مړینې هغه دې ته وهڅاوه چې د دغه روغتون د جوړولو پرېکړه وکړي. هغه تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې دغه روغتون به سوداګریز مرکز نه وي او د سرطان ناروغانو درملنه به پکې وړیا ترسره کېږي.

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهزو او تخصصي مرکزونو نشتون د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

د درملنې د امکاناتو د کمښت ترڅنګ، په هېواد کې د سرطان ناروغان د اړینو درملو د موندلو له ستونزو او د دغو درملو له لوړو بیو هم شکایت لري.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.