TOOSnews
اعلان
ډيپلوماټ مجله: د طالبانو په فكري تګلاره كې هېڅ بدلون نه دى راغلى.
نړۍټوس نیوز

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو په فكري تګلاره كې هېڅ بدلون نه دى راغلى.

۲۶ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ډیپلوماټ مجلې په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، چې طالبان واک ته له بیا رسېدو پنځه کاله وروسته هم له ایډیالوژیک پلوه نه‌دي بدل شوي، خو د خپلې لومړۍ واکمنۍ له تېروتنو یې زده‌کړه کړې او د ټولنې د کنټرول او مدیریت لارې چارې یې پیاوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دې مجلې ته ویلي، طالبان په بنسټیز ډول هماغه پخواني کسان دي، خو اوس د واک ساتلو او خپلو پیغامونو رسولو په برخه کې لا ډېر مهارت لري.

د راپور له مخې، که څه هم د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، خو دا وضعیت د خلکو د فردي ازادیو د محدودېدو او پراخې څارنې په بیه رامنځته شوی دی.

راپور زیاتوي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو او عامه ځایونو کې د مېلمنو د هویت او تګ‌راتګ ثبتول جبري کړي او په ټول هېواد کې یې د پلټنې ګڼې پوستې جوړې کړې دي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي دي. د راپور له مخې، خبریالان، د پوهنتونونو استادان او مدني فعالان د نیونو، شکنجې او ګواښونو له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي دي. د راپور له مخې، خبریالان، د پوهنتونونو استادان او مدني فعالان د نیونو، شکنجې او ګواښونو له خطر سره مخ دي.

د راپور په بله برخه کې راغلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۶ سلنه کم شوی او روږدي کسان په زور د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي؛ خو په مقابل کې یې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې دي او پر ښځو په عامه ځایونو کې د حضور او ټولنیزو اړیکو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

ډیپلوماټ مجله لیکي، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ژور اقتصادي بحران او پراخې بې‌وزلۍ سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان، چې د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د راپور له مخې، د نړیوالو مرستندویه ادارو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو له وتلو سره زرګونه کاري فرصتونه له منځه تللي او ښځې له کار کولو منع شوې دي. دغه وضعیت په داسې حال کې د خرابېدو په حال کې دی، چې افغان کډوال هم له بېلابېلو هېوادونو په جبري توګه بېرته لېږل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.