TOOSnews
اعلان
نتنياهو د ټاكنو په لومړنيو پايلو كې مخكښ دى.
نړۍټوس نیوز

نتنياهو د ټاكنو په لومړنيو پايلو كې مخكښ دى.

۷ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسراییل د پارلماني ټاکنو د لومړنیو شمېرو له مخې، د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ښي اړخي او مذهبي ایتلاف ۵۴ څوکۍ ترلاسه کړې دي، خو په ۱۲۰ کسیز پارلمان کې یې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره اړینې څوکۍ نه دي ګټلې.

د نږدې ۷۸ سلنه رایو له شمېرلو وروسته، د نتنیاهو ایتلاف ۵۴ او د هغه د سیال ګادي ایزنکوټ په مشرۍ د مخالفانو ایتلاف ۴۹ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، نتنیاهو په بیت‌المقدس کې د خپل لیکود ګوند په مرکز کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د یوه پیاوړي ښي اړخي ملي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده.

که څه هم د لومړنیو پایلو له مخې د نتنیاهو ایتلاف په پارلمان کې اکثریت نه دی ترلاسه کړی، خو مخالفان یې هم د هغه د واک پای ته رسولو لپاره د روښانه اکثریت په جوړولو نه دي بریالي شوي. د مخالفانو لپاره د عربي ګوندونو ملاتړ ته اړتیا شته، خو د داسې پراخ ایتلاف جوړېدل ستونزمن بلل کېږي.

په ورته وخت کې، په غزه او لبنان کې ځینې اوسېدونکي د اسراییل د ټاکنو په پایلو کې د پام وړ بدلون ته هیله‌من نه دي.

په غزه کې بې‌ځایه شوي فلسطیني مجید جندیه ویلي، چې د نتنیاهو او د هغه د سیال، پخواني پوځي قوماندان ګادي ایزنکوټ ترمنځ کوم بنسټیز توپیر نه ویني.

نوموړي ویلي: «دوی غواړي فلسطینیان له منځه یوسي، څو هر څه چې غواړي، ترسره یې کړي.»

نتنیاهو تر دې وړاندې هم د حماس د بریدونو د مخنیوي په برخه کې د امنیتي ناکامیو له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی و.

بل لور ته، د لبنان ۸۱ کلن اوسېدونکي کامل حداد، چې له څو لسیزو راهیسې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د اسراییل شخړې لیدلې دي، د ټاکنو له پایلو څخه د کوم مثبت بدلون تمه نه لري.

هغه ویلي، د اسراییل د ټاکنو ګټونکی ورته توپیر نه لري او ښايي د دغه هېواد سیاسي مشران د خپلو داخلي ستونزو له امله د لنډ وخت لپاره له سیمې څخه پام واړوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.