TOOSnews
اعلان
د قوش‌تېپې کانال؛ د افغانستان د خوړو خوندیتوب لپاره یوه پروژه او په منځنۍ اسیا کې د اوبو مدیریت لپاره یوه ننګونه.
افغانستانټوس نیوز

د قوش‌تېپې کانال؛ د افغانستان د خوړو خوندیتوب لپاره یوه پروژه او په منځنۍ اسیا کې د اوبو مدیریت لپاره یوه ننګونه.

۷ لړم ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د قوش‌تېپې کانال د جوړولو د چارو پرمختګ، په داسې حال کې چې د کرنیزو ځمکو د پراختیا او د هېواد د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا هیلې ورسره تړلې دي، د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ یې د آمو سیند اوبو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې راپارولې دي. دغه هېوادونه اندېښنه لري چې د یاد کانال په فعالېدو سره به د دوی په واک کې د اوبو اندازه کمه شي او پر کرنه او د اوبو پر اړتیاوو به یې منفي اغېز وکړي.

د قوش‌تېپې کانال د بلخ ولایت له آمو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب ولایتونو له لارې د اندخوی ولسوالۍ پورې غځېږي. د دې پروژې لومړنۍ طرحه د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د دې پروژې بشپړول د دغې ډلې له مهمو پروګرامونو څخه وګرځېدل.

د «آستانه ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري. طالبان وایي چې د دې پروژې د جوړولو لګښتونه د ګمرکي عوایدو او مالیاتو له لارې تمویلېږي او د کانال د کیندنې چارې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې دي.

خو د آمو سیند د ښکته برخې پر غاړو پرتو هېوادونو اساسي اندېښنه دا ده چې د کانال په فعالېدو سره به د اوبو د اوسني وېش توازن بدل شي او دغو هېوادونو ته د دې حیاتي سرچینې لاسرسی به نور هم محدود شي.

ازبکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرنیزو ځمکو لویه برخه یې د آمو سیند پر اوبو متکي ده؛ له همدې امله، د دې سیند د اوبو په جریان کې بدلونونه ښایي پر دغه هېواد اغېز وکړي.

د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښایي هر کال د آمو سیند شاوخوا څلور میلیارده متر مکعبه اوبه وکاروي. د هغه په وینا، دا کار کولای شي د ازبکستان د کرنیزو تولیداتو پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې، د سیمې د اوبو سرچینې له وړاندې هم تر فشار لاندې دي. د ارال سیند د لویې برخې وچېدل او د اوبو د کمښت په اړه د ستونزو زیاتېدل، د آمو سیند څخه د زیاتو اوبو د اخیستلو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي. په راپور کې د تویامویون د اوبو زېرمه کولو په تاسیساتو کې شته ستونزو ته هم اشاره شوې چې له امله یې د اوبو د مالګینوالي د زیاتېدو خطر ډېر شوی دی.

ترکمنستان هم د خپلو کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د آمو سیند پر اوبو متکي دی. د شنونکو په باور، د دې سیند د اوبو د جریان کمېدل ښایي د ترکمنستان چارواکي له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه هغوی باید د کرنې اړتیاوې، د چاپېریال ساتنه او د خلکو د څښاک او نورو اړتیاوو لپاره د اوبو برابرول سره متوازن کړي.

تاجکستان هم د اوبو د احتمالي کمښت له پایلو اندېښنه لري؛ ځکه د اوبو په سرچینو کې بدلونونه کولای شي د دغه هېواد پر کرنیزو فعالیتونو او د برېښنا پر تولید منفي اغېز وکړي. د راپور له مخې، د قوش‌تېپې کانال جوړولو د اوبو د سرچینو د مدیریت او وېش په اړه د کابل او دوشنبې ترمنځ پخوانۍ اختلافونه هم لا څرګند کړي دي.

سره له دې چې طالبانو په خپلو سیاسي څرګندونو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړ کړی، خو د قوش‌تېپې پروژې چارې تر اوسه په عمده توګه د افغانستان له لوري په یو اړخیز ډول پر مخ وړل شوې دي. د اوبو د مدیریت او معلوماتو د تبادلې لپاره د یوه ګډ تخنیکي چوکاټ نشتوالی له هغو عواملو څخه ګڼل کېږي چې د سیمې د هېوادونو بې‌باوري یې زیاته کړې ده.

راپور ټینګار کوي چې د اختلافونو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د آمو سیند د مدیریت په اړه منظمې خبرې اترې خپل لومړیتوب وګرځوي. د خبرو اترو لپاره د یوه دایمي چوکاټ جوړول کولای شي د اوبو د سرچینو په اړه د معلوماتو شریکولو، د بېلابېلو پروژو د اغېزو ارزولو او د احتمالي اختلافونو د حل لپاره زمینه برابره کړي.

د قوش‌تېپې کانال د کرنې د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا له پلوه د افغانستان لپاره اقتصادي اهمیت لري؛ خو اغېزې یې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې نه دي. د دې کانال د اوبو د مدیریت څرنګوالی او له آمو سیند څخه د اوبو د اخیستلو اندازه کولای شي د منځنۍ اسیا پر هېوادونو د اوبو پر خوندیتوب هم اغېز وکړي.

له همدې امله، د سیمه‌ییزې همکارۍ او د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت پر بنسټ د حل لارو موندل، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان په راتلونکو اړیکو کې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.