TOOSnews
اعلان
امريكا: طالبان يوه ترهګره ډله ده او هېڅ ډول تعامل ورسره نه كوو.
نړۍټوس نیوز

امريكا: طالبان يوه ترهګره ډله ده او هېڅ ډول تعامل ورسره نه كوو.

۱۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د تعامل غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې واشنګټن له دغې ډلې سره د تعامل هېڅ پروګرام نه لري او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې له طالبانو سره د معاملې او پانګونې نیت نه لري.

د دغه وزارت ویاند د امریکا غږ اشنا راډیو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي: «موږ له طالبانو سره د تعامل هېڅ پروګرام نه لرو. په ځانګړي ډول له یوې نړیوالې ترهګرې ډلې سره د افغانستان د کاني زېرمو د پراختیا په اړه معامله نه کوو.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په کانونو کې پانګونه به د افغانانو د لا زیاتو ځپلو لامل شي. د وزارت په وینا، دغه ډول پانګونه به نه یوازې طالبان له مالي پلوه پیاوړي کړي، بلکې د خلکو پر وړاندې د هغوی د «وحشیانه او سخت چلند» د دوام ملاتړ به هم وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په پرله‌پسې ډول له امریکا د تعامل غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو وړاندیز کړی چې واشنګټن دې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په کاني زېرمو کې دې پانګونه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو څرګندونو کې د امریکا پانګونې ته د افغانستان د کانونو، زېربناوو او نورو اقتصادي برخو کې د هرکلي لپاره چمتووالی ښودلی و.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.