TOOSnews
اعلان
طالبان په افغانستان كې د لويې موټروې د جوړولو طرحه ارزوي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان په افغانستان كې د لويې موټروې د جوړولو طرحه ارزوي.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ په افغانستان کې د لوړ سرعت او معیاري لویې لارې یا موټروې د جوړولو د طرحې په اړه ناسته شوې ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سې‌شنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې په دې ناسته کې د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو او مسلکي کسانو په ګډون د هېواد په کچه د لوړ سرعت معیاري سړک د جوړولو طرحه ارزول شوې ده.

د فطرت په وینا، په ناسته کې د یادې طرحې د چمتو کولو او د معیاري سړک د جوړولو په اړه لازم تصمیمونه هم نیول شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې د موټروې د جوړولو عملي چارې به کله پیل شي او د دې پروژې د لګښت، مسیر او تمویل په اړه یې هم جزئیات نه دي خپاره کړي.

په افغانستان کې د معیاري او لوړ ظرفیت لرونکو لویو لارو نشتوالی د ترافیکي پېښو له مهمو ستونزو بلل کېږي او نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د موټرو د ټکرونو له امله د خلکو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپرېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.