د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي: «له بم څخه خطرناک د بمبارۍ عادي کېدل دي، او له چوپتیا څخه خطرناک دا دي چې چوپتیا په مشروعیت بدله شي.»
بقايي چهارشنبې، د وږي ۱۱مه، پر سیریک د امریکا د برید په غبرګون کې، چې ویل کېږي یو شمېر ملکي وګړي په کې وژل شوي او ټپیان شوي، د ځینو دولتونو او نړیوالو بنسټونو پر چوپتیا او د دغو بریدونو پر توجیه نیوکه کړې ده.
هغه په اېکس کې په خپره کړې بیانیه کې ویلي: «تېره شپه د سیریک د کوهستک په سیمه کې پر یوه استوګنیز کور، په داسې حال کې چې کورنۍ د واده مراسم لمانځل، په وحشیانه ډول برید وشو. له ۵۰ څخه ډېر بېګناه نارینه، ښځې او ماشومان شهیدان یا ټپیان شوي دي.»
بقايي زیاته کړې: «له بم څخه خطرناک د بمبارۍ عادي کېدل دي، او له چوپتیا څخه خطرناک دا دي چې چوپتیا په مشروعیت بدله شي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغه څه په اړه چې دی یې د جنایتونو چوپتیا او عادي کول بولي، نیوکه کړې ده.
هغه ویلي چې د دې ډول بریدونو پر وړاندې «چوپتیا» «بېطرفي» نه ده او د هغوی «توجیه» پایلې لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر هغو دولتونو او نړیوالو بنسټونو هم نیوکه کړې چې د ایران پر وړاندې د امریکا د بریدونو په اړه چوپ دي یا یې توجیه کوي. هغه ویلي: «پر بېعدالتۍ سترګې پټول هغه نه مهاروي؛ بلکې یوازې عاملان یې لا زړور کوي.»
اسماعیل بقايي خبرداری ورکړی چې «ایران به دغو وحشیانه جنایتونو ته په ټینګ هوډ ځواب ورکړي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








