د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي، طالبان د مخالفو جبهو له فعالیتونو هېڅ ډول تشویش نه لري او په افغانستان کې د مخالفت لپاره زمینه نه ده برابره.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۱۱مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې نوري د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، افغانان له یو بل سره هېڅ ډول اختلاف نه لري او د ده په وینا، پخواني مخالفتونه د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري رامنځته شوي وو.
نوري د طالبانو پر وړاندې د مخالفو جبهو وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي چې دغه ډله له مخالفینو هېڅ ډول تشویش نه لري. نوموړي ویلي: «هغه کسان چې د مخالفت اوازې خپروي، د پردیو پروژو لپاره کار کوي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو مخالفو جبهو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دې ډلې پر ضد د خپلو بریدونو د زیاتېدو ادعا کړې ده.
طالبانو همدارنګه ویلي چې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو قومي مشرانو او دیني عالمانو د دې ډلې ترڅنګ د افغانستان د دفاع لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
لیکوال:سعید سمیر








