نورستان کې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، چې د دغه ولایت قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د څه باندې ۱۲۲ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت په یوه داوطلبۍ کې پلورل شوي دي.
په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر ویلي، چې دغه داوطلبي درې ورځې وړاندې د دوآب ولسوالۍ کې پیل شوې وه او (چهارشنبې، د وږي ۱۱مه) پای ته ورسېده.
عمیر د پلورل شویو ډبرو د وزن په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د دغو ډبرو له پلور څخه ۱۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ عواید د طالبانو خزانې ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا، بیروج، کونزایټ، بلور او مارګنیټ هغه ډبرې دي چې د دوآب ولسوالۍ له «ماوي» کان څخه استخراج، او وپلورل شوې.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د استخراج او پېر او پلور بهیر زیات کړی دی؛ هغه اقدام چې مخالفین یې د افغانستان د طبیعي سرچینو لوټ بولي.
لیکواله:سلیمه آریایي








