TOOSnews
اعلان
امسو: د طالبانو په زندانونو كې دا مهال ٨ افغان خبريالان بنديان دي.
افغانستانټوس نیوز

امسو: د طالبانو په زندانونو كې دا مهال ٨ افغان خبريالان بنديان دي.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وایي، چې دا مهال د طالبانو په زندانونو کې اته افغان خبریالان بندیان دي او د رسنیو وضعیت ورځ تر بلې د محدودیتونو پر لور روان دی.

امسو د یکشنبې په ورځ، د غویي په ۲۰مه، په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د خبریالانو د کورنیو د غړو د تایید له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د«طلوع نیوز» خصوصي رسنۍ خبریال منصور نیازی او تېره شپه د همدې رسنۍ بل خبریال عمران دانش په کابل کې نیول شوي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره د روښانه قانوني چوکاټ نه‌ شتون د دې لامل شوی چې د خبریالانو نیونې ډېری وخت د طالبانو د استخباراتي ادارو د خپل‌ سرو اقداماتو پر بنسټ ترسره شي.

د امسو په وینا، د دغو دوو خبریالانو نیول ښيي چې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د امنیت لپاره هېڅ تضمین نه شته او ان هغه رسنۍ هم چې هڅه کوي خپل فعالیتونه له اوسنیو شرایطو سره برابر کړي، له فشارونو او ګواښونو خوندي نه دي.

امسو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولی شي د هېواد رسنیز چاپېریال له لا سختو محدودیتونو سره مخ کړي او د ازادو رسنیو فعالیتونه لا ډېر زیانمن کړي.

دغه بنسټ له نړیوالو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د وروستیو نیونو او د رسنیو د فعالیت لپاره د قانوني چوکاټ د نشتوالي پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.