TOOSnews
اعلان
متحده جبهه: په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف یو غړی وژل شوی دی.
افغانستانټوس نیوز

متحده جبهه: په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف یو غړی وژل شوی دی.

۱۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یو غړی وژلی دی.

دې جبهې چهارشنبه، د وږي په ۱۱مه، پر اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دغه طالب غړی قاري آغاګل نومېده او د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

همدارنګه، دې جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ پر لاره د طالبانو یو بل غړی هم له منځه وړی دی.

«د افغانستان متحدې جبهې» په یوه جلا خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه طالب غړی د سرپل ولایت په څلورمه قطعه کې په دنده بوخت و او تېره ورځ، سې‌شنبه د وږي په ۱۰مه، شاوخوا د ماښام په ۶ بجو وژل شوی دی.

دې جبهې تېره ورځ اعلان کړی و چې د خپلې یوې میاشتې پوځي فعالیت په ترڅ کې یې په ۱۴ ولایتونو کې ۴۳ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د دوی په ادعا ۷۴ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

خو تر اوسه طالبانو د دې جبهې له لوري د ترسره شویو بریدونو هېڅ یوه ادعا نه ده تایید کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.