هبتالله اخوندزاده: له علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند نه شي کولای.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په کندهار کې د طالبانو له دیني عالمانو او د دیني او جهادي مدرسو له مسوولینو سره په یوه غونډه کې د علم پر اهمیت ټینګار کړی او علم یې د پرمختګ او د ښه ژوند د لرلو وسیله بللې ده.
هغه په دې غونډه کې ویلي دي: «له علم پرته انسان په نړۍ کې ژوند نه شي کولای.» اخوندزاده د انسان په ژوند کې د پوهې پر رول هم ټینګار کړی، خو د زدهکړو او علم په اړه یې د خپل لیدلوري نور جزیات نه دي وړاندې کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور سازمان (یونسکو) د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو څخه محرومې دي.
طالبانو همداراز په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر لوړو زدهکړو بندیز لګولی او د ښځو او نجونو لپاره یې طبي زدهکړې هم محدودې کړې دي؛ هغه محدودیتونه چې د لوړو زدهکړو او د ځینو تخصصي برخو ته د هغوی لاسرسی یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








