هغه ویډیو چې د سېشنبې په ورځ رسنیو ته رسېدلی، ښيي چې د هرات د جبرئیل په سیمه کې د ولسي لاریونونو پر مهال یو ماشوم په پښه ټپي شوی دی.
په دې ویډیو کې یو شمېر ځوانان لیدل کېږي چې هڅه کوي ټپي ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدوي. تر اوسه د دې ماشوم د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکو د سېشنبې په ورځ د طالبانو له لوري د «د ښځو خپل سرې نیونو» او د «اجباري حجاب سیاست» په اعتراض کې لارو ته راوتلي او لاریونونه یې کړي دي.
عیني شاهدان وایي چې د طالبانو د ځواکونو له لوري پر لاریون کوونکو د ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. خو دا شمېرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
همدارنګه ولسي سرچینې وایي چې طالبانو ۳۰ تنه لاریون کوونکي نیولي دي. تر اوسه د نیول شویو کسانو د وضعیت او د هغوی د ساتنې د ځای په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي، او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








