د سمنګان ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت په مرکز ایبک ښار کې د نصرتالله رسولي په نوم یو ځوان په ناڅرګند ډول وژل شوی دی.
په سمنګان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم دغه پېښه تایید کړې او اعلان یې کړی چې دا سړی د جمعې په نیمه شپه د زمري په ۲مه د ایبک ښار د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ناپېژاندو کسانو لخوا یې ساه بنده شوې او ژوند یې له لاسه ورکړی.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د نصرتالله رسولي مړی د زیاتو څېړنو لپاره د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د دغه ارګان د معلوماتو له مخې، د دې قتل انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې او د پېښې د عامل یا عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره څېړنې دوام لري.
ځایي سرچینو ویلي چې نصرتالله رسولي د ایبک ښار د دره زندان کلي اوسېدونکی و او په دې وروستیو کې د سمنګان د پوهنې په ریاست کې په کار بوخت و.
د سرچینو په وینا، نصرتالله رسولي د پوهنې ریاست کې د خپلې دندې ترڅنګ د خیاطۍ په کسب هم بوخت و.
لیکواله:سلیمه آریایي








