د طالبانو د جوزجان د امنیې قوماندانۍ اعلان کړی، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، یو ځوان د ډزو له امله وژل شوی. د دې ادارې په وینا، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۱مه، د شبرغان ښار د دشت باباعلي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د جوزجان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې دغه ځوان «پروېز» نومېده او د ګرځېدو پر مهال د خپل یوه خپلوان له خوا د چرهيي ټوپک په ډزو وژل شوی دی.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د دې پېښې په تړاو د شبرغان ښار د درېیمې حوزې اړوند د افشارخانې سیمې څلور اوسېدونکي نیول شوي دي. هغه زیاته کړې چې په دې اړه لومړنۍ څېړنې پیل شوي دي او نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ تر اوسه د دې وژنې د لامل او انګېزې په اړه جزییات نه دي ورکړي. د دې ادارې په وینا، د قضیې د نورو اړخونو د روښانه کولو لپاره څېړنې لا هم روانې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








