د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ د سختو نښتو له پیل وروسته، د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر، داوود ناجي، ویلي چې د دې جبهې جګړه له طالبانو سره نوې مرحلې ته داخله شوې ده.
داوود ناجي د جمعې په ورځ په خپلې اېکس پاڼه کې ولیکل چې د ازادۍ جبهې عملیات د زېباک ولسوالۍ کې پیل شوي دي. هغه دا نښتې «د آزادۍ لپاره برخلیک ټاکونکې جګړه» وبلله او ویې ویل چې د دې جګړې وروستۍ پایله به د افغانستان د خلکو ازادي او بریا وي.
ځایي سرچینو تر دې وړاندې رسنیو ته ویلي وو چې د طالبانو مخالفو ځواکونو د زېباک ولسوالۍ د توپخانې په سیمه کې د طالبانو پر څو پوستو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د دواړو خواوو ترمنځ جګړه د پنجشنبې له ورځې پیل شوې او سرچینو د جمعې په ورځ هم تایید کړه چې نښتې لا هم دوام لري.
د طالبانو چارواکو هم د برید پېښه تایید کړې ده. هغوی ویلي چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه د طالبانو پنځه مخالف جنګیالي وژل شوي دي.
داوود ناجي ویلي چې د بدخشان په دې نښتو کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې نور جزئیات به ډېر ژر د یوې رسمي اعلامیې له لارې خپاره شي.
بل لور ته، ځینو سرچینو ادعا کړې چې په دغو نښتو کې د طالبانو درې سیمهییز قوماندانان هم وژل شوي دي. تر اوسه د دواړو خواوو د تلفاتو د شمېر په اړه خپلواک او کره معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








